د پاکستان او هند ځواکونو ترمنځ ډزو کې څلور پاکستاني او درې هندي پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ له خوا د جنورۍ په پنځلسمه، خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلې چې دا نښته بيګا کوټلې سيمې کې پر پوله شوې ده.
پاکستاني او هندي پوځيان پر لاين آف کنټرول يا د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله وخت په وخت ډزې کوي چې له وجې يې ګڼ پوځيان وژل شوي دي.