د خوست دیني عالمان او قومي مخور له حکومتي چارواکو، امنیتي ادارو او پولیسو وغوښتل چې له ولس سره دې په چلند کې د افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو حقوق او وجایب په پام کې ونیسي.
دوی دغه څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ د عدالت غوښتنې او د پولیسو د غوره چلند د ستاینې په درېیمه ناسته کې چې د امنیې قوماندانۍ په انګړ کې جوړه شوې وه، وکړې.
دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستي وویل، ډېرې ستونزې لدې پیدا شوي، چې له یوې خوا خلک او امنیتي منسوبین د اساسي قانون څخه سم پوهاوی نلري او بل لوري ته د موظفو ادارو لخوا د اتباعو حقوقو او وجایبو ته لازمه توجه نده شوې.
دوی وايي، کچېرې حکومتي ادارې او پولیس د اساسي قانون پوهاوی ولري او د هغې په رڼا کې چلند وکړي، د ټولنې شته ستونزې هوارېږي او د بې عدالتیو مخه به ونیول شي.
په دغه غونډه کې د خوست امنیه قوماندان محمد داود امین د قانون څخه د پوره پوهاوي د نشتون په هکله د ګډونوالو غوښتنې پر ځای وبللې او ويې ویل چې د نوې دندې په پیل سره يې د پولیسو ښوونې روزنې ته توجه کړې او ۸۲ پولیس همدا اوس تر ښوونې روزنې لاندې دي.
ده هیله څرګنده کړه چې په نېږدې راتلونکې کې به د یادو برنامو په عملي کېدو سره د پولیسو په مسلکي پوهې او برخورد کې مثبت بدلونونه راشي.
په داسې حال پر ښاري بې نظمۍ، په ښار کې د غیر مسؤله وسله والو او نشه يي توکو پر شتون او نورو ستونزو نیوکې کېږي چې په دې وروستیو کې د خوست پولیسو په دې اړه هڅې چټکې کړي او خپلې یو شمېر لاسته راوړنې يې وخت پر وخت رسنیو سره شریکې کړې دي، خو ښاریان او د ټولنې مخور د پولیسو او نورو کشفي ادارو د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه لري.