د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې ځانمرګو بريدونو ۳۸ کسان وژلي


د عراق کورنيوو چارو وزارت وايي په بغداد کې دوه ځانمرګو بريدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰۵ زخميان شوي دي.

د دې وزارت وياند سعد مان ويلي چې دا بريدونه نن سهار وختي د بغداد په يو مصروف چوک کې شوي دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې حملو ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG