د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاوروف: امريکا دې ايران سره شوی ايټمي تړون نه بې ارزښته کوي


سرګی لاوروف
سرګی لاوروف

د روس بهرنيوو چارو وزير سرګي لاوروف نن په يوه خبري غونډه کې پر امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تور پورې کړ چې د ايران او نړيوالو قوتونو ترمنځ شوي ايټمي تړون ته ارزښت نه ورکوي. لاوروف ويلي چې امريکايي چارواکي په جلا ډول د زور او خبرداري په بنياد کارونه پر مخ بيايي.

ايران د امريکې، برطانيه، فرانس، جرمني، روس او چين سره يو تړون کړی او وعده يې کړې چې ايټمي وسله به نه جوړوي.

ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۱۲ وويل، غواړي چې په راتلونکو ۱۲۰ ورځو کې داسې يو بېل تړون وشي چې ورسره د ايرن سره شوې ايټمي لوظنامه نوره سخته کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG