د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د م. م يوه پلاوي له افغان چارواکو سره غږېدلی


د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يوه پلاوي په یکشنبه په کابل کې له افغانستان سره د همکاريو پر دوام او پر پاکستان د فشار پر زياتولو خبرې وکړې.

جمهوري رياست وايي، دغه پلاوي چې په ملګرو ملتونو کې يې د قزاقستان سفير خيرات عمروف مشري کوله، په یکشنبه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ترهګرۍ او نشه یي توکیو ضد مبارزې، د سولې بهیر چټکولو، د انتخاباتو چمتووالي او پر نورو مسايلو خبرې وکړې.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره پر پاکستان د فشار پر زياتولو خبرې وشوې او د سولې د مذاکراتو لپاره پر ګډو اقداماتو هم بحث وشو.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي ويلي، د افغانستان امن او ثبات د ټولې سيمې د امن لپاره مهم دى او دغه پلاوی هم د افغانستان د ملاتړ په هدف کابل ته سفر کړى دى.

ويل شوي چې د امنيت شورا په دغه پلاوي کې د ١٥ هېوادونو استازیو برخه درلوده.

دا له ٢٠١٠ میلادي کال راوروسته اول وار دى چې د امنيت شورا يو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG