د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیونس کې د احتجاجونو غوښتنه


په تیونس کې د احتجاجونو غوښتنه
په تیونس کې د احتجاجونو غوښتنه

په تیونس کې سیاسي ګوندونو او د مزدورانو اتحادیې په داسې وخت کې د احتجاجونو غوښتنه کړې ده چې په هغه هېواد کې د پخواني ولسمشر زین العابدین د لرې کولو اووه کاله پوره شول.

زین العابدین د عرب پاڅون پرمهال له دندې لرې کړل شوې وو. په تیونس کې د احتجاجونو دا غوښتنه د تازه نارامۍ یوه اونۍ وروسته شوې ده.

په ۲۰۱۱م کال کې د زین العابدین لرې کولو وروسته ګومان کېده چې په تیونس کې به واک په جمهوري توګه انتقال شي خو ۷ کاله وروسته د نویو اقتصادي ګامونو عملي کولو او د ګرانۍ د زیاتېدو له وجې د خلکو غصه زیاته شوې ده.

احتجاج کونکیو تطره اونۍ هم د ۲۰۱۱م کال په څیر د کار، خپلواکۍ او درناوي لپاره شعارونه ورکړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG