د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان او ازبکستان خپلو کې د ویزو شرط ختم کړ


د تاجکستان رسنیو د پنجشنبې پر ورځ وویل، دا پرېکړه دوشنبې ته د ازبک وزیراعظم عبدالله عارفوف په سفر کې شوې ده.

رپورټونه وايي، عارفوف له خپل تاجک سیال قاهر رسولزاده سره سلا شو چې په نېږدې راتلونکې کې د پولې نوی پروټوکول نهايي او لاسلیک کړي. عارفوف تر دې یوه ورځ مخکې له تاجک ولسمشر امام علي رحمان سره هم ولیدل.

د دواړو هېوادونو تر منځ اکثر د پولو، د اوبو او انرژۍ پر سرچینو او پر ټرانزیټي لارو د مسلو له کبله تعلقات ترینګلي شوي.

خو په ۲۰۱۶ز کال کې د پخواني ازبک ولسمشر اسلام کریموف تر مړینې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي ښه شوي.

اوسني ولسمشر شوکت میر ضیایېف د واکمنۍ په پیل کې ویلي ول چې له تاجکستان سره د تعلقاتو ښه کول یې د بهرنیو چارو د تګلارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG