د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان نوي اعلا وزیر ټاکلو غونډه پر ۱۳ م جنورۍ کېږي


د بلوچستان صوبې د نوي اعلا وزیر ټاکلو لپاره د صوبايي اسمبلي غونډه د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د شنبې پر ورځ په کوټه کې رابلل شوې ده.

د بلوچستان والي محمد خان اڅکزي د سپیکرې مېرمن راحیله درانۍ په غوښتنه د نوي اعلا وزیر د ټاکلو لپاره د صوبايي اسمبلي غونډه د رواني میاشتې په ۱۳ مه نېټه رابللې ده. د صوبايي اسمبلۍ ځینې غړي چې له مسلم لیګ ن سره تړاو لري د اعلا وزیر څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او د بېلا بېلو ګوندونو له غړیو سره ویني را ویني.

د مشال راډيو خبریال ایوب ترین وايي چې د نوي اعلا وزیر ټاکلو لپاره د پښتنو او بلوڅو ملتپالو ګوندونو، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نېشنل پارټۍ سره تماسونه نیول شوي دي ځکه چې دغه دواړه ګوندونه د مستعفي اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د حکومت برخه ول.

له مستعفي کېدو وروسته ښاغلي زهري نه یوازي خپله سرکاري ودانۍ پرېښې ده بلکې د چارشنبې په ورځ کراچۍ ته ستون شوی دی.

زهري: نه غواړم زما له لاسه د بلوچستان سیاست ته زیان ورسېږي

د نواب ثناءالله زهري په مشرۍ د مخکیني ګډ حکومت مخالیفو ګوندونو ویلي چې دوی به د راتلونکې حکومت برخه نه جوړېږي. دا خبره دوی د حزب اختلاف څلورو ګوندونو جمیعت علما اسلام (ف )، بلوچستان نېشنل ګوند (م )، بلوچستان نېشنل ګوند عوامي او عوامي نیشنل ګوند غړیو په کوټه کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.

پر دې مهال د جمعیت علماء اسلام ف پارلېماني غړي او د حزب اختلاف مشر مولانا عبدالواسیع وویل چې مخالف جماعتونه به د راتلونکې حکومت په جوړېدو کې د مسلم لیګ ن ډلې له هغه ملګریو سره پوره کومک کوي چې د جنورۍ پر دوهمه نېټه یې د پخواني اعلا وزیر نواب ثناء الله زهری پرضد دتحریک عدم اعتماد په راوړلو کې لوی کردار ادا کړی وو.

نوموړي ویلي دوی به په حزب اختلاف کې وي. ''د مسلم لیګ ن ملګروته به نه یوازې حکومت ورجوړکړي بلکې هغه به ماتېدو ته هم نه پرېږدي. د دې مقصد لپاره به دهر ډول غیر جمهوري عمل مخالفت هم روان وساتو.''

دلته داخبره دیاونې وړ ده چې د مسلم لیګ ن د باغي غړیو او حزب اختلاف له لوري د پخواني اعلا وزیر ثناء الله زهري پرضد د تحریک عدم اعتماد د راتلو او بیا د جنوري په ۹مه نېټه د هغه د استعفا ورکولو په نتیجه کې صوبايي حکومت هم ړنګ شو.

تر اوسه هېڅ یو کس د نوي اعلا وزیر څوکۍ ته خپلځان نه دی نومولی.

اړوند راپورونه

۱- د ثناءالله زهري تر استعفا وروسته د بلوچستان ممکنه سياسي منظرنامه؟

۲- د بلوچستان اعلا وزیر تر عدم اعتماد تحریک مخکې استعفا وکړه

XS
SM
MD
LG