د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاکنډ انجینران پر احتجاج دي


د ملاکنډ ډوېژن انجينرانوپه سوات سيدوشريف کې د خيبر پښتونخوا حکومت پر ضداحتجاجي ناسته کړې او سرکاري کارونه يې بند کړي دي.

د سوات، بونیر، شانګلې او د نورو ضلعو مرستیال انجنیران چې په سرکاري محکمو کې ترقياتي کارونه کوي، له صوبايي حکومته ګیله من دي چې د صوبې د نورو کارکوونکیو په شان ورته ترقي نه ورکول کېږي.

دغو انجنیریانو وویل چې د روانې میاشتې تر ۱۵مې به یې احتجاج جاري وي او که غوښتنې یې و نه منل شوې نو په سخت احتجاج به لاس پورې کړي.

بلخوا له سواته د صوبایي اسمبلۍ غړی او د ترقیاتي کارونو مشر فضل حکيم وایي د انجينرانو مسله به د صوبې وزير اعلا ته رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG