امریکا وايي چې هغو رپورټونو ورته زښته اندېښنه پيدا کړې ده چې ایرانۍ انتظامیې د حکومت ضد په زرګونو مظاهرچیان په جیلونو کې قید کړي دي.
سپينې ماڼۍ د جنورۍ پر لسمه وویل، د اندېښنې وړ ځينې داسې راپورونه ورته رسېدلې چې پر ځینو مظاهرچیانو تشدد شوی او وژل شوي دي.
په بیان کې ویل شوي، د ولسي وګړيو بنیادي حقونو تر پښو لاندې کولو باندې امریکا غلې نه شي پاته کېدلای او د ایرانیو مشرانو د هر ډول سرغړونو تپوس به کوي.
د ایران په مشهد ښار کې د ډیسېمبر پر ۲۸مه د لوړو بیو او سیاسي مسلو خلاف ولسي مظاهرې پیل شوی چې وروسته بیا نورو ښارونو ته هم وغزېدلې.
په ناکراري کې د ۲۲ کسانو د وژل کېدو راپورونه مخې ته راغلي دي.