د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولايت، ولایتي شورا یو غړی نن سهار په سرښار، لښکرګاه کې وژل شوی دی.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالسلام افغان نن مشال راډيو ته وويل چې مولوي مختار احمد نن سهار تر لمانځه وروسته کور ته روان وو چې وسله والو پرې ډزې وکړي.
تر اوسه د دې پېښې زمه واري چا نهدی منلی او د وژل کېدو دلیلیې هم معلوم نهدی.