د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اروبايي ټولنې څخه د کډوالو ځایولو پروګرام کې د افغانانو د شاملولو غوښتنه شوې


یونان او د کډوالو ادارو له اروپايي ټولنې غوښتي چې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې دې مستحق افغانان او بې سرپرسته ماشومان هم شامل کړي.

په اروپا کې د کډوالو د بحران د اسانه کولو لپاره د اروپايي ټولنې د دې پروګرام په ترڅ کې تر اوسه شا او خوا دیرش زره کډوال چې تر ډېره د شام دي له یونان او ایټلي څخه نورو اروپايي هیوادونو کې منل شوي. دا شمېره له هغو یو سلو شپیتو زرو کډوالو کمه ده چې ددې پروګرام په پیل کې پرې موافقه شوې وه.

افغانان له شام وروسته په اروپا کې د پناه غوښتونکو دویمه لویه ډله جوړوي خو د اروپايي ټولنې د بیا ځای پرځای کیدو پروګرام کې شامل نه دي.

په یونان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې استازي فيلپ لیکلیرک پرون خبریالانو ته وویل، ادارې یې د مستحقو افغانانو، او درې زره درې سوه بې سرپرسته ماشومانو په شمول څو کټګورۍ وړاندی کړي چې باید د اروپايي ټولنې د بیا ځای پرځای کیدو پروګرام کې شامل شي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په یونان کې لسګونه زره افغان کډوال ایسار دي چې په نورو اروپايي هیوادونو کې د پنا اخیستو په لټه دي. زياتره یې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG