د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ څوکۍ کې نښته پای ته ورسېدله


د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د تېرې ورځې پیل شوې جګړه پای ته رسېدلې او په‌کې ۳۵ داعش وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ سهار چې د داعش وسله‌والو او افغان ځواکونو ترمنځ چې د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې کومه جګړه پیل شوې وه، تېر ماښام پای ته رسېدلې او په‌کې ګڼو وسله‌والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل:

"خوشبختانه چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو بریدونو کې، د دښمن ۲۰ تنه وژل شوي او په همدې شمېر کې ټپیان دي، حملات‌يې ورته په شا تمبولي دي."

والي وايي، د جګړې پر مهال د دفاع وزارت هليکوپټرو د مخالفینو مورچلې بمبار کړې او وسله‌والو ته‌يې زیات زیانونه اړولي دي.

هغه وايي، په یاده نښته کې افغان ځواکونو او پاڅون کوونکو ته هم ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

دیوه ګل د څوکۍ ولسوالۍ اړوند هغه سیمه ده چې د نورو ګڼو درو سره پولې او لارې لري چې وسله‌والو مخالفینو ته پرې په ډېره اسانه اکمالات کېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG