د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د دوو تنو د یو ارب ډالرو لاټري وختله


د جنورۍ پر اوومه نېټه په امریکا کې چارواکیو ویلي چې دوو تنو څه باندې د یوه اربه ډالرو لاټري ګټلې ده.

یو تن د جنوری په پنځمه په فلوریډا کې د مېګا میلینز لاټری له لارې څلور نيم سوه میلیونه ډالره وګټلې او بل بیا د جنورۍ پر شپږمه په نیوهېمپشایر ریاست کې ۵۶۰ میلیونه ډالره ګټلې دي. د ګټونکو نومونه تر اوسه پورې نه دي په ډاګه شوي. د پنځه سوه شپیته میلیونه ډالرو جایزې ګټونکي خپل ټکټ په ميریمېک ښار کې اخېستی وو.

د ټکټ خرڅولو دوکان به د ګټونکي ټکټ له وجې پنځه اویا زره ډالره جایزه تر لاسه کړي. د دې دوکان مالکې سېم سافا ویلي چې ډېره خوشحاله او حیرانه ده.

۵۶۰ میلینه ډالره لاټري په میګا ډراز کې شپږمه لویه جایزه ده. د دې لاټری ټکټ په پورټ ریچي ښارګوټي کې پلورل شوی وو او د دوکان مالک ته به یې یو لاک ډالره جایزه ورکول کېږي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG