د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانس ولسمشر چين ته تللی


د چين ولسمشر ژي جين بينګ او د فرانس ولسمشر ايمانويل ماکرون
د چين ولسمشر ژي جين بينګ او د فرانس ولسمشر ايمانويل ماکرون

د فرانس ولسمشر امانويل ماکرون چين ته خپل لومړی رسمي سفر پيل کړى دى. نوموړی له چينايي چارواکو سره د سوداګرۍ په زياتولو، د تودوخې پر مسله او ځينو نړيوالو شخړو خبرې کوي.

مکرون تر دې سفر مخکې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د شمالي کوريا او ايران په اړه خبرې کړې وي. هغه ښايي پر دې موضوعاتو، له چيني ولسمشر سره هم بحث وکړي.

ګڼو غربي هېوادونو له چين څخه غوښتي چې پر خپل ملګري، شمالي کوريا د بيلیسټيک مېزايلو او اټومي وسلو له ازموينو څخه لاس اخېستو لپاره فشار راوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG