د لاسرسي ځای

د ايران بهرنيو چارو وزير، جواد ظريف بهرنيو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د دوی په هېواد کې دې بې امنۍ ته لمن نه وهي. نوموړي نن په تهران کې د امنيت په اړه يو کنفرانس ته وېنا کې روانو حکومت ضد مظاهرو ته په اشاره خبرې کولې.

د ايران رسمي خبري اژانس، ايرنا د ظريف له خولې ويلي چې هېڅ ګاونډی هېواد په خپل ملک کې د امن لپاره په بل هېواد کې بې امني جوړولو حق نه لري. د ايران حکومت پر ګاونډي سعودي عرب او اسرايل تور پورې کوي چې په روانو مظاهرو کې لاس لري.

په همدې حال کې د جرمني بهرنيو چارو وزير سيګمار ګيبريل پرون له یوه ټېليويژن سره په مرکه کې وويل، غواړي راتلونکې اونۍ د ايران بهرنيو چارو وزير وروغواړي د ايران مظاهرو په اړه ورسره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG