د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اعلا وزیر تر عدم اعتماد تحریک مخکې استعفا وکړه


د پاکستان ناکراره صوبې بلوچستان اعلا وزیر ثناء الله زهري ګورنر محمد خان اڅکزي ته خپله استعفا ورکړه او هغه ومنله. د نوموړي له استعفا ورکولو سره صوبايي کابینه هم تحلیل شوه.

د نوموړي خلاف د مسلم لیګ ن، مسلم لیګ ق ځینو غړیو بغاوت کړی او د هغه پرضد یې د روانې جنورۍ میاشتې پر دوهمه نېټه د بې باورۍ لیک وړاندې کړی وو. له دغه یاغي پارلېماني غړیو سره وار دمخه د صوبايي حکومت مخالفو ګوندونو لکه جمعیت علمای اسلام ف، بلوچستان نېشنل ګوند او ځینو نورو وړو ګوندونو هم مله شول چې ورسره سیاسي کړکېچ نور پسې زیات شو.

د اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري خلاف د بې باورۍ لیک (تحریک عدم اعتماد) د بحث لپاره نن د سېشنبه صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي چې تمه وه د ماځیګر په څلورو بجو به غونډه پیل شي خو د وروستیو مالوماتو له مخې لاهم نه ده پیل شوې.

د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي هم د خپل ګوندي اعلا وزیر ثناء الله زهري د ژغورلو لپاره د دوشنبې په ورځ کوټې ته ولاړ خو د اعلا وزیر پرضد د مخالیفو ګوندونو غړیو له هغه سره له لیدو انکار وکړ.

مخکیني مالومات

سردار یعقوب خان ناصر وویل، پکار خو دا وه چې د اعلا وزیر مخالیفین تر عامو ټاکنو پورې درېدلي وای، وروسته به ولس پرېکړه کړې وی چې هغوی و چا ته د حکومت کولو واک او اختیار ورکوي.

د بلوچستان کورنیو چارو پخوانی وزیر میر سرفراز بوګټی چې د بې باورۍ لیک راوړلو له سرخېلو دی، د یکشنبې ماښام یې له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ډېری پارلېماني غړي له دوی سره دي. دی وايي، هېڅ غیر اییني او غیر سیاسي عمل نه کوي بلکې د عدم اعتماد تحریک راوړل د جمهوریت برخه ده.

خو په بلوچستان کې د واکمن مسلم لیګ ن مرستیال مشر سردار یعقوب خان ناصر په دوشنبه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، له تېرو څلورو، څلورنیمو کلونو راهیسې صوبايي حکومت سم روان وو نو بیا ناڅاپه څه وشول چې د اعلا وزیر ثنا زېري پرضد تحریک عدم اعتماد راوړل کېږي.

نوموړي وویل، د اعلا وزیر مخالیفین دا هر څه د دې لپاره کوي چې په هېواد کې د سېنېټ په راتلونکیو ټاکنو کېد خپلې خوښې خلک راوستل شي. نوموړي دا ګام د جمهوریت په تاوان وبللی.

سردار یعقوب خان ناصر وویل، پکار خو دا وه چې د اعلا وزیر مخالیفین تر عامو ټاکنو پورې درېدلي وای، وروسته به ولس پرېکړه کړې وی چې هغوی و چا ته د حکومت کولو واک او اختیار ورکوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د مسلم لیګ ن ګوند مرستیال مشر زیاته کړه چې د تحریک عدم اعتماد ترشا د مسلم ق ډلې لوی لاس دی، او په صوبايي حکومت کې ښه وزارتونه ق لیګ ته ورکول شوي ول.

د بلوچستان اعلا وزیر ثناء الله زهري
د بلوچستان اعلا وزیر ثناء الله زهري

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري په خپل یو بیان کې ویلي دي چي د تحریک عدم اعتماد ترشا هغه کسان دي چې د ډیموکراسۍ په مخ کې خنډونه اچول غواړي.

د بلوچستان صوبايي حکومت مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نېشنل پارټۍ په ګډه جوړ کړی دی چې اعلا وزیر یې د مسلم لیګ ن سره اړه لري.

اړونده راپورونه

۱- بلوچستان کې د پردې تر شا څه روان دي؟

۲- 'پر اعلا وزیر چې باور نه کوي، پرضد به یې کاروايي کېږي'

XS
SM
MD
LG