د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي څارنوال د ۱۱ شهزادګانو نيول تاييدوي


د سعودي عرب لوی څارنوال د هغو خبرونو پخلی کړی دی چې وايي، د هېواد امنيتي ادارو هغه ۱۱ سعودي شهزادګان نيولي چې د حکومت د کفايت شعارۍ پروګرامونو پر ضد يې احتجاج کاوه.

څارنوال سعود المجيب ويلي، پر نيول شويو شهزادګانو به د نقص امن په تور مقدمه چلوي.

دغه شهزاد ګان د رياض په الحير زندان کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې ساتل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG