د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې د افغان کډوالو ستنولو پرېکړې ته بيا کتنه وکړي"


د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنولو پر پرېکړه بايد غور وکړي.

د يادې ادارې وياند نادر فرهاد د شنبې یا خالي پر ورځ په کابل کې مشال راډیو ته وويل، د پاکستان پرېکړه د نړيوالو قوانينو سرغړونه ده. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې پاکستان افغان کډوالو ته اجازه ورکړه چې د روانې جنوري مياشت تر پای پورې په هغه هېواد کې پاته کېدای شي. پاکستان ويلي، وروسته به پرېکړه وکړي چې دغه موده نوره غځوي او که نه.

XS
SM
MD
LG