د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباسي وايي د فاټا اصلاحاتو چارې انجام ته رسوي


د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي، د قبايلي سيمو اصلاحاتو عملي کولو کار به ((منطقي انجام)) ته رسوي.

نوموړي د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې له يوه شخصي ټيلي ويژن (روز ټي وی) سره په مرکه کې زياته کړې، حکومت غواړي د فاټا اصلاحاتو پر مسله د سياسي ګوندونو موافقه رامنځ ته کړي او قبايلي سيمې د هېواد په اییني او قانوني چوکاټ کې راولي. نوموړي همداراز ډاډ ښودلی چې د مسلم ليګ ن ګوند حکومت به خپله اييني موده پوره کوي او عام انتخابات به په ټاکل شوې نېټه کيږي. نوموړي دا څرګندوني په داسي حال کې کړي چې د فاټا اصلاحاتو پر موضوع د هېواد سياسي ګوندونو سره ويشلي دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمای اسلام ف ډله وايي، د فاټا اصلاحاتو په اړه بايد د قبايلو رای وپوښتل شي. خو يو شمېر نور ګوندونه بيا غواړي چې قبايلي سيمې بايد په خېبرپښتونخوا صوبې ورګډې کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG