د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د خېبر په سکولونو کې نوي استادن ګمارل شوي

د خېبر ايجنسۍ د تعليم څانګې مشر وايي، د سيمې په سرکاري سکولونو کې يې نوي استادان پر دندو ګمارلي او د جينکو د تعليم لپاره يې هلې خلې تېزې کړي دي.

د تعلیم محکمې يو مشر جدون خان وزير د خالي پر ورځ مشال راډيو ته وويل، ۲۹ نرينه استادانو ته يې ترقيانې ورکړي او په پام کې لري چې د ۱۴ ښځينه هغو په حق کې هم ورته اقدام وکړي.

نوموړي زياته کړې، اداره يې هڅې کوي چې په سيمه کې د سکولونو استادانو د کمي ستونزه حل کړي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

کوټه کې د یوه ځوان د وژلو تور پر شپږ پولیس والو لګېدلی

د معلوماتو ترمخه پولیسو د کوټې په سردریاب روډ پر هغه ډزې کړې وي.

بلوچستان پوليسو د خپلو شپږو هغه اهلکارانو پر ضد اېف ای ار درج کړی چې د يو ځايي ځوان د وژلو تور پرې پورې شوی دی.

د بلوچستان د پوليسو له خوا رسنيوو ته په لېږل شوي بيان کې ويل شوي چې د مې پر پينځمه وژل شوی ځوان فېضان جتک نومېده.

د معلوماتو ترمخه پولیسو د کوټې په سردریاب روډ پر هغه ډزې کړې وي. په دې پېښه کې د هغه د تره زوی ټپي شوی دی. بېګا د کوټې ښاريانو د پوليسو پرضد احتجاج هم کړی وو.

د صوبې اعلا وزیر د پېښې پلټنو امر کړی دی.

اپوزیشن ګوندونو هم پر دغه پېښه خواشیني ښودلې او له حکومته یې په پېښه کې د ککړو پولیسوالو د نیولو غوښتنه کړې.

پاکستان کې کورونا وايرس ۱۰۸ نور کسان وژلي

د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که خلکو د وایرس خپراوي مخنیوي لپاره لارښوونې عملي نه کړي نو ټولبند به اعلان کړي. ارشیف-انځور

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر يو شواروز کې نور ۱۰۸ کسان مړه کړي چې ورسره په دې هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شويو ټوله شمېره ۱۸ زره ۵۰۰ اوړيدلې ده.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي وبپاڼې تر مخه په تېرو ۲۴ ساعتو کې نور څلور زره ۱۹۸ تازه پېښې ثبت شوي دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر شاوخوا اته لکه ۴۶ زره ته رسېدلې ده. خو په دې هېواد کې له اوه لکه ۴۳ زره نه زيات کسان له کورونا رغېدلي هم دي.

بلخوا پنجاب حکومت د مې اتمې تر۱۶مې نېټې پورې په صوبه د مکمل ټولبند لګولو پرېکړه کړې ده.

دا فيصله د مې پرپنځمه د پنجاب صحت وزيرې ېاسمين راشد په مشرۍ کې شوې غونډه کې وکړې شوه.

د لاک ډاون دوران د غېر ضروري تګ راتګ مخنيوي لپاره د سورلو په ګاډو د بنديز سره د سېلګرۍ ځايونه به هم بند وي.

عراق څو ځله د سعودي او ایرانيو چارواکو د ګډو غونډو کوربه وو: برهام صالح

د عراق ولسمشر برهم صالح

د عراق ولسمشر برهام صالح ويلي، هېواد يې څو ځله د سعودي او ايراني چارواکو ترمینځ د خبرو اترو کوربه پاتې شوی.

د مې پر پينځمه نوموړي د بېروت انسټيټيوت د تحقيقاتي مرکز انلاين غونډې ته وويل، دواړو ملکونو چارواکو ترمینځ خبرې"له يوځل زياتې" شوې دي.

صالح د دواړه خواوو ترمنځ خبرې"مهمې او ګټورې" وبللې خو نوموړي نور جزيات شريک نکړل.

شنونکي وايي، داسې ښکاري چې په واشنګټن کې د انتظاميې د بدلون په غبرګون کې سعودي عرب خپله سيمه ييزه پاليسي بدلوي، ځکه چې په دغه هيواد کې د بشري حقونو په ريکارډ او په سيمه ييزو پاليسيانو يې نيوکې شوي دي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ايران زيات فشار اچولو مهم په چلولو سره په عمومي ډول د سعودي عرب د پاليسيانو ملاتړ کاوه.

خو ولسمشر جو بايډن په دې هڅه کې دی چې له ايران سره نړيواله اټومي موافقه چې پخوانې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ترې په ۲۰۱۸ز کال کې په يو اړخيزه توګه ووت، بيرته بحاله کړي.

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې سېلاوونو ۵۴ کسان وژلي

چارواکي وايي، تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په هرات کې شوي چې ۲۲ کسان يې وژلي.

افغانستان کې د قدرتي پېښو سمبالولو چارو وزیر غلام بهاالدین جیلاني د مې پر پینځمه شپه مشال راډیو ته وویل چې سېلاوونو په ۱۲ ولایتونو کې ځاني او مالي زیان اړولي دي.

نوموړي وايي، په ټول افغانستان کې یې تر ۵۴ ډېر کسان وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان دي، تر ۳۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او نېږدې زر کورونه برسېرن تاوان رسېدلی.

ده دا هم وویل، تر ۲۵۰۰ څاروي وژل شوي دي.

جیلاني زیاته کړه چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په هرات کې شوي چې ۲۲ کسان يې وژلي دي.

د دې اوونۍ د دوشنبې او سېشنبې د ورځو ورښتونه ډېر مرګوني وو.

کابل کې چاودنې یو تن وژلی او درې نور ژوبل

ویل شوي چې په دې موټر کې د پنجشیر روغتیایي کار کوونکي سپاره وو. ارشیف-انځور

په کابل پر يوه موټر له چاودنې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه چې دغه چاودنه کې چې پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې، یو تن وژل شوی او درې تنه ټپیان دي.

ویل شوي چې په دې موټر کې د پنجشیر روغتیایي کار کوونکي سپاره وو.

طالبانو رسنیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې پر روغتیایي کار کوونکيو بریدونه نه کوي.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن کابل کې پر روغتیایي کار کوونکو نننۍ برید غندلی او پر ملکیانو یې د حملو سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

وېلسن په خپله ټویټر پاڼه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ملکیان باید په نښه شي، روغتونونه، روغتیایي کلینکونه او ښوونځي باید په نښه نه شي او افغانان باید له وېرې پرته ژوند وکړي.

له ږوب سره پر اغزن تار غځوونکیو برید، د فرنټیېر کور څلور عسکر مړه او شپږ ژوبل

د ږوب له بادیني سره پر ډیورنډ کرښه غځېدلی اغزن تار

پاکستان پوځ وايي په ږوب ضلع کې د وسله والو په يوه حمله کې يې د اېف سي (فرنټيېر کور) څلور عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د مې پر پینځمه په يو بيان کې ويلي چې نن په ږوب کې اېف سي اهلکارو پر پوله (ډیورنډ کرښه) اغزن تار لګولو چې له افغانستانه پرې وسله والو حمله وکړه چې پکې شپږ عسکر ژوبل هم شول.

په بيان کې ويل شوي چې ژوبل تنان يې د کوټې پوځي روغتون ته منتقل کړي دي.

په دې اړه د افغان چارواکو لخوا کوم بیان نه دی راغلی او نه هم د حملې زمه وارې تراوسه کومې وسله والې ډلې منلې ده.

له دې وړاندې هم پر پوله د اغزن تار لګولو پروخت د پاکستان پوځ پر عسکرو حملې شوي دي چې پکې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړ.

د پاکستان پوځ په وینا، وسله وال پر کرښه په ازادۍ اوړي، رااوړي او بریدونه کوي.

کابل د باړ لګول د اسلام اباد یو اړخیزه ګام بولي او په بیا بیا یې مخالفت کړی دی چې له وجې یې د افغانستان او پاکستان تعلقات هم څو ځلې ترینګلي شوي او ان د دواړو خواوو امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي چې پکې یو شمېر سرتېري ووژل او ژوبل شول.

پاکستان کې کورونا وايرس ۱۱۹ نور کسان وژلي

پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې روغتونونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر يو شواروز کې نور ۱۱۹ کسان مړه کړي چې ورسره په دې هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شويو ټوله شمېره ۱۸ زره ۴۰۰ اوښتې ده.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي وبپاڼې تر مخه په تېرو ۲۴ ساعتو کې نور څلور زره ۱۱۳ تازه پېښې ثبت شوي دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر اته لکه ۴۱۵۰۰ اوړيدلې دې. خو په دې هېواد کې له اووه لکه ۳۸ زره پورې کسان له کورونا رغېدلي هم دي.

په خیبر پښتونخوا کې وایرس تراوسه له ۱۲۱،۰۰۰ زيات کسان ناروغه کړي او ۳،۴۵۶ ترې مړه شوي دي.

بلخوا د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر ویلي دي چې د حکومتي اقداماتو وروسته د کورونا احتیاطي تدابیرو د عملي کولو کچه لوړه شوې ده او د مې څلورمې راهیسې د ۴۰ کالونو نه د ډېر عمر کسانو ته واکسین لګولو لړۍ پیل شوې ده.

په عین حال کې د روغتیا په چارو کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان ویلي، پاکستان به د روان کال تر نیمايي د کووېډ- ۱۹میلیونه نور واکسین ترلاسه کړي.

ښايي جو بایډن د (G7) په غونډه کې ګډون وکړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هیله لري چې د جون په میاشت کې اروپا ته د خپل پلان شوي سفر په جریان کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپله مجوزه سرمشریزه جوړه کړي.

نوموړي د مې پر څلورمه د کورونا وایرس په اړه د امریکا غبرګون په اړه له یوې وینا وروستو خبریالاتو ته وویل چې دغه يې امید او تمه ده. او کار ورباندې کوي.

بایډن پلان لري چې د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو وروسته په خپل لومړني بهرني سفر بریتانیا ته ولاړ شي او هلته د جون د ۱۱ - ۱۳ کېدونکې د نړۍ د ۷ لویو صنعتي هیوادونو (G7) په غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړی به د جون پر ۱۴مه د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره برسلز ته ځي او هلته به د امریکا ـ اروپا په غونډه کې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو له مشرانو سره ویني.

ولسمشر بایډن تېره میاشت (اپرېل) په یو درېیم هیواد کې د یوې غونډې وړاندیز کړی وو چې په اوکراین کې د پوځي ګواښونو، انټرنیټي بریدونو، او په روسیه کې د اپوزیشن نیول شوي مشر الېکسي نیوالني سره د حکومتي سلوک په ګډون به پکې په هغه ټولو چارو خبرې وشي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې لا خرابوي.

د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ لوړ پوړي سلاکار یوري ایشاکوف ویلي دي چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره په پلان کار روان دی.

له لاهوره و مردان ته تلونکي بس له چپه کېدو ۱۵ تنه وژل شوي

راپورونه وايي، دغه مساپر وړونکی بس له لاهوره مردان ته پر لاره و.

له حسن ابدال سره نېږدې په برهان سیمه کې د مې پر درېیمه په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

راډیو پاکستان د مې پر څلورمه پر خپلې وېبپاڼې د پولیسو له خولې لیکلي چې پېښه په برهان انټرچینج کې د یو مساپر وړونکي بس د چپه کېدو له وجې مخې ته راغلې ده.

د پېښې ځینې کم ژوبل کسان نېږدې روغتون او سخت ژوبل شوي هغه یې بیا د راولپنډۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

راپورونه وايي، دغه مساپر وړونکی بس له لاهوره مردان ته پر لاره و.

په پاکستان کې د ډرایورانو د تېزرفتارۍ له وجې هر کال سلګونه کسان په ټرافیکي پېښو کې کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هرات کې سېلاوونو ۱۴ کسان وژلي

په تېرو دوو ورځو کې په هرات کې زيات بارانونه شوي دي. ارشیف-انځور

د افغانستان په هرات ولایت کې د ناڅاپي سېلاوونو د راوتو له وجې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د مې پر څلورمه رسنیو ته وویل، سېلاوونه په ادراسکان ولسوالۍ کې د مې پر درېیمه راوتلي او په وژل شويو کې څلور ماشومان هم دي.

نوموړی وايي، د دوو مړو پېژندګلوي لا نه ده شوې.

ځايي چارواکي وايي، په اوبې او کاروخ ولسوالیو کې هم سېلاوونه راغلي خو د ممکنه زیانونو په اړه څه معلومات نه دي وررسېدلي.

په تېرو دوو ورځو کې په هرات کې ډېر زيات بارانونه شوي دي.

باجوړ کې د ملېشې دوه عسکر وژل شوي

د پېښې ټپیان د باجوړ ښار روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

په باجوړ کې تېره شپه په یوه چاودنه کې د ملېشه څواکونو دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، پېښه د مې پر درېیمه ړ شبې ۱۰ بجې خواوشا هغه مهال وشوه چې کله د ملېشه ځواکونو د ګزمې موټر د ماموندو په لغړۍ سیمه کې د سړک د غاړې پر ښخ شوي ماین وخوت.

ټپیان د باجوړ ښار روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې.

افغانستان: په فراه کې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي

چارواکي وايي، په ټپیانو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه زده کوونکي دي چې عمرونه یې د اوو او ۱۳کلونو تر منځ دي.

د افغانستان د فراه روغتیايي چارواکي وايي، یوه ښوونځي ته نېږدې بمي چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي دي.

د فراه د ولایتي روغتون رییس عبدالجبار شایق د مې پر درېیمه اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي په ټپیانو کې لږ تر لږه ۱۰ زده کوونکي دي چې عمرونه یې د اوو او ۱۳کلونو تر منځ دي.

هغه ویلي د درېیو ټپیانو وضع ښه نه ده.

د دې بمي چاودنې ‌ذمه واري چا نه ده منلې خو وسله وال طالبان په سیمه کې موجودګي لري.

هند کې پر کورونا اخته کسانو شمېر له ۲۰ میلیونو واوښت

په هند کې کورونا د بل هر هېواد پرتله په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده. 

د هند د روغتیا وزارت ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۳۵۷۰۰۰ نوی کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.

بلې خوا ته په هغو روغتونونو کې چې پکې د کورونا د ناروغانو درملنه کېږي د بسترونو، درملو او اکسیجن د کموالي ستونزه پرځای پاته ده.

په هند کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په تېرو درېیو میاشتو کې تقریباً دوه چنده لوړ شوی او د دې وبا له کبله د مړینو شمېر اوس له دوه لکه او ۲۰ زرو څخه اوښتی دی.

په هند کې کورونا د بل هر هېواد پرتله په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

پاکستان د وړوکې اختر رخصتۍ اعلان کړې

روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا وایرس د لا نور خپرېدو مخنيوي لپاره ضرور ده چې ماسکونه وکارول شي، لاسونه بيا بیا په صابن ومينځل شي او له يوه بله شپږ فټه فاصله وساتل شي.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت د مې پر درېیمه يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې هېواد کې به د مې له ۱۰مې تر ۱۵مې پورې د وړوکې اختر رخصتي وي.

د کورونا وبا زیاتېدونکيو پېښو ته په پام سره وزارت پر خلکو غږ کړی چې د اختر په ورځو کې د وایرس د مخنیوي په اړه پر حکومتي لارښوونو عمل وکړي.

د کورونا وایرس د مخنیوي ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر) د اپرېل پر ۲۸مه په خپلو هداياتو کې ويلي ول چې د اختر په ورځو کې به پر سېلګرۍ بندیز وي او د صوبو او ښارونو ترمنځ او په ښار کې دننه به ولسي ټرانسپورټ بند وي.

همداراز د دوايانو او خوراکي توکيو د دوکانونو او نوورو بنيادي اسانتياو له ځايونو پرته به ټول مارکېټونه بند وي.

د پاکستان روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا وایرس د لا نور خپرېدو مخنيوي لپاره ضروري ده چې ماسکونه وکارول شي، لاسونه بيا بیا په صابن ومېنځل شي او له يوه بله څخه شپږ فټه فاصله وساتل شي.

زلمي خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وليدل

کابل ته له رسېدو سره سم خليلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل. عکس-ارشېف

ولسمشر محمد اشرف غني د مې پر درېيمه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دغه کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه ولسمشر ته د خپلو فعالیتونو په باب راپور ورکړ.

ولسمشر غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت د لسګونو طالبانو د وژنې ادعا کوي

له ارشيف څخه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې ۱۰۰ طالبان وژل شوي دي.

وزارت د مې پر دويمه نېټه ویلی، په نښته کې ۵۲ طالب وسله وال ټپيان شوي هم دي خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه يې هېڅ تفصيل نه دی ورکړی.

وزارت زياتوي چې دا نښتې په بېلا بېلو ولايتونو کې شوي دي چې پکې د وسله والو مرکز کندهار هم شامل دی چېرې چې د مې پر لومړۍ نېټه امريکايي ځواکونو يو (کره بريد) کړی وو.

طالبانو د جګړې په اړه څه نه ويلي.

په دې نږدې مياشتو کې تشدد په داسې حال کې زيات شوی چې د دواړو غاړو ترمنځ خبرې اترې چې هدف يې د دوو لسيزو جګړه پای ته رسول دي له خنډ سره مخامخ شوي دي.

بایډن وايي د بن لادن تر وژنې وروسته القاعده تر ډېره حده ځپل شوې

بایډن وايي، د القاعدې کمزوري کېدو ته په کتو په افغانستان کې جګړه پای ته رسوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته القاعده تر ډېره حده ځپل شوې ده.

نوموړي د بن لادن د وژنې ۱۰ کلونو پوره کېدل له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو د پرېکړې لپاره د یوه مناسبت په توګه وکارول.

د امریکا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د عملیاتو پر مهال اسامه بن لادن وواژه.

نوموړي شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۱مه پر نیویارک ترهګر برید پلان کړی وو.

د مې پر دویمه، د سپینې ماڼۍ په بیان کې د ولسمشر بایډن له خولې ویل شوي د اسامه بن لادن تر وژنې او شاوخوا ۲۰ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د القاعدې موجودیت خورا کم شوی دی نو ځکه امریکا خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي او له افغانستانه ټول سرتېري باسي.

بایډن تېره میاشت له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو ایستلو اعلان کړی وو او ویلي یې ول چې دا کار به د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې پای ته ورسي.

زلمی خلیلزاد د ازبکستان په سفر دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په ازبکستان کې دی.

نوموړی د مۍ پر دویمه(پرون) د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغانستان د سولې په بهیر خبرې کړي.

خلیلزاد بېګا په خپل ټوېټر لیکلي، له کاملوف سره په خبرو کې دواړه خواوې پری سلا شول چې دا وخت باید افغانستان، سیمه او نړیواله ټولنه په ګډه یو ټول شموله سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره فوري هڅې وکړي چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه پرې پای ته ورسېږي.

خلیلزاد زیاته کړې امریکا او ازبکستان به د سیمې د سوداګرۍ، رابطه کارۍ او اقتصادي پراختیا د پياوړي کېدو په هدف ګډ کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره اوونۍ په دوحه کې وو چېرته چې ده د طالبانو او افغان حکومت له مرکچي ټیمونو سره جلا جلا لیدلي وو او د امریکا له خوا یې د سولې د پروسې لپاره د پوره همکارۍ او هڅو ډاډ ښودلی وو.

نن د رسنيوو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي

په اسلام اباد کې د خبریالانو وژنې خلاف مظاهره - د ارشیف انځور.

نن د مې پر درېيمه نېټه د رسنيوو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

پر دې ورځ د جمهوريت لپاره کارکوونکې ادارې خلکو ته وریادوي چې خبریالان په سختو حالاتو کې د ولسونو د خبرولو لپاره کار کوي نو ځکه بايد ولمانځل شي.

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې د دې ورځې په مناسبت خپور کړي رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې رسنۍ له بېلابېلو اړخونو تر فشار لاندې دي.

د دې رپورټ په وینا، په هغه هېواد کې یو شمېر خبریالان د وسله والو له خوا وژل شوي او پر ځينو د ریاستي ادارو له خوا مقدمې جوړې شوي دي.

خو حکومتي چارواکي وايي، په پاکستان کې د رسنيوو ازادي د قانون له مخې خوندي ده او خبریالان بې له فشاره کار کولی شي.

روسیې په ختيځ اوکراين کې تر پنځه لکه زیاتو کسانو ته شهريت ورکړی

اوکراینې سرتېري له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په لوهانسک او دنېڅک کې د روسي پلویو بېلتونپالو پر وړاندې جنګېږي - د ارشیف انځور

د روسيې کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په ختیځ اوکراین کې شاوخوا ۵۲۷،۰۰۰کسانو ته روسی شهريت ورکړی دی.

دا هغه سيمه ده چې پکې روسیه پلوه بېلتونپالي د اوکراين ضد جنګېږي. تاس خبري اژانس د وزارت مطبوعاتي څانګې دا اعلان د مې پر دوېمه خپور کړی.

تر دې مخکې په ۲۰۱۹ز کال کې د ولسمشر ولاديمير پوتين له لوري د تابعیت په بهیر کې د اسانتياوو او ژر تر ژره د اجراتو تر امر وروسته د هغې سيمې لپاره ۶۵۰،۰۰۰ پاسپورټونه جاري شوي ول.

په اوکراين کې خلکو ته د مسکو له خوا د روسيې شهريت پر ورکولو سخت نړيوال تنقيد شوی چې د دوی په خبره، هغه سيمه نور بې ثباته کولای شي.

د اوکراين په هغه سيمه کې د ۲۰۱۴ز کال له اپرېل راهيسې په جګړو کې تر ۱۳،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

اوکراين د روسيې شهريت ورکولو اقدام غندلی او دا يې له بېلتون غوښتونکو سره سياسي مرسته او د هېواد له خپلواکۍ سرغړونه بللې ده.

روسیه د اوکراين په لوهانسک او دنېڅک کې بېلتون غوښتونکو ته پوځي، اقتصادي او سياسي مرستې ورکوي.

د شواهدو باجود، روسیه دريځ لري چې د اوکراين په کورنۍ معاملاتو کې مداخلت نه کوي.

د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې د مې تر اوومې وځنډول شوې

د چين، جرمني، فرانسې، روسيې، برتانيې او ايران لوړ پوړو چارواکو وويل چې خبرې اترې يې د مې اوومې پورې ځنډولې دي.

له ايران سره په ۲۰۱۵ز کال کې په شوي اټومې تړون کې شاملو هېوادونو د مې پر لومړۍ نېټه د خبرو اترو درېيم پړاو سر ته ورسېد.

د دغو خبرو تمرکز پر دې وو چې ايران او امريکا د اټومې تړون په بشپړه توګه عملي کولو ته اړ کړي، خو په ويانا کې مرکچيان د راتلونکو کارونو په اړه متضادې رايې لري.

د چين، جرمني، فرانسې، روسيې، برتانيې او ايران لوړ پوړو چارواکو وويل چې خبرې اترې يې د مې اوومې پورې ځنډولې دي.

د درو اروپايي هېوادونو فرانسې، برتانيې او جرمني سفارتکارانو ويلي دي چې خبرې اترې په ورو پرمخ ځي.

دې سفارتکارانو په يو بيان کې وويل، ”کار ورته ډېر دی، او لږ وخت پاتې دی. په همدې تناظر کې دوی هيله من ول چې روانه اوونۍ په خبرو کې زيات پرمختګ وشي.“

د خبرو اترو تمرکز د واشنګټن او تهران لپاره داسي تګلاره جوړول دي چې امريکا بنديزونه لېرې کړي او ايران پر خپل اټومي پروګرام محدوديتونه بحال کړي.

د ايراني پلاوي مشر او د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي ټينګار وکړ چې تهران له واشنګټنه تمه لري چې د تېلو، بانکونو، وګړو او ادارو په ګډون پر ګڼو څانګو محدودیتونه ليرې کړي.

تر دې مخکې د امريکا امنيت سلاکار جيک او سولېوان وويل چې خبرې اترې پر يو غير واضحه ځای درېدلې دي.

که پر سرتېرو مو برید وشي نو سخت ځواب یې ورکولای شو: سکاټ مېلر

جنرال سکاټ مېلر ويلي چې د مې پر لومړۍ په بريد کې یې سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی - د ارشیف انځور.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر یو وار بیا خبرداری ورکړ چې که پر سرتېرو یې برید وشي نو کلک ځواب یې ورکولای شي.

د کندهار ولايت پر هوايي مېدان تر ډزو وروسته د مې پر لومړۍ نېټه خپرې شوې ويډيو کې جنرال سکاټ مېلر ويلي چې د شنبې پر ورځ په شوي بريد کې د دوی پوځیان ته زیان نه دی رسېدلی خو زیاته یې کړه چې لا هم په افغانستان کې وسايل او سرتېري لري چې کولی شي ګواښونو ته ځواب ووايي.

تر اوسه د کندهار پر هوايي مېدان د ډزو په اړه طالبانو څه نه دې ويلي.

د طالبانو او امريکايانو له تړون سره سم، د مې لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنيوو پوځیانو د ايستلو اخري نېټه ده خو د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي چې سرتېري به د سېپټېمبر تر ۱۱مې ووځي.

قيرغیزستان او تاجکستان د جګړې له کرښې خپل پوځیان پر شا کړي دي

د قيرغیزستان او تاجکستان چارواکي د جنګ له ليکو د خپلو پوځيانو په پر شا کولو سلا شوي دي.

د قيرغیزستان او تاجکستان چارواکي د جنګ له ليکو د خپلو پوځيانو په پر شا کولو سلا شوي دي.

دا پرېکړه د مې پر لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو د ملي امنيت د مشرانو په خبرو کې شوې ده.

تر دې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نښتو کې له ۴۰ زیات کسان ووژل شو.

د دواړو غاړو چارواکو په باتکين سيمه کې سره وليدل او د ځواکونو په شا کول یې اوربند ګڼلی.

نن د مزدورانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي‌

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي د دې ورخې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې ویلي، حکومت یې د کارګرانو د ژوند ښه کولو او هغوی ته سهولتونو ورکولو ته ژمن دی.

نن د نړۍ د نورو سیمو په شان په پاکستان کې هم د کارګرانو نړېواله ورځ لمانځل کېږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي د دې ورځې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې ویلي، حکومت یې د کارګرانو د ژوند ښه کولو او هغوی ته سهولتونو ورکولو ته ژمن دی.

ولسمشر عارف علوي ویلي، هغوی د مزدورانو د وقار او د هغوی د حقونو د بحالۍ وعده یو وارې بیا تکراروي.

وزیر اعظم عمران خان بیا ویلي، د کارګرانو ورځ دا موقع په لاس راکوي چې د هغو مزدروانو د خدمتونو یادونه وکړو چې په ملک کې دننه یا له ملکه بهر د ملت جوړونې لپاره مبارزه کوي.

د تېر کال په شان سږکال هم د مزدروانو ورځ په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې د نړۍ د نورو برخو په شان پاکستان کې هم د کورونا له وجې مزدوران د ټولبند او د کار د کمبوت سره مخامخ دي.

هند له نن څخه خپلو ټولو وګړو ته د کورونا واکسین لګول پیلوي

هند له مارچ میاشتې راهېسې د واکسینو صادرول ځنډولي چې له وجې یې په نړیواله توګه د واکسینو کمبوت مخې ته راغلی دی.

په داسې حال کې چې هند سر له ننه خپلو ټولو ۶۰۰ مېلیونو بالغو وګړو ته د واکسینو د ورکولو بهیر پیل کړ ګڼو صوبو ویلي چې هغوی د کووېډ ـ ۱۹ واکیسونو د کمبوت سره مخ دي.

د یو اعشاریه درې بیلیونه نفوس لرونکی هیواد هند چې په نړۍ کې د واکسینو جوړولو تر ټولو لویه سرچینه ده، اوس مهال د خپلو وګړو لپاره هم په کافي اندازه واکسین نه لري.

هند له مارچ میاشتې راهېسې د واکسینو صادرول ځنډولي چې له وجې یې په نړیواله توګه د واکسینو کمبوت مخې ته راغلی دی.

ټایمز اف انډیا راپور ورکوي چې د هند له ۲۸ صوبو او اتو اتحادي سیمو څخه یواځې شپږ یې د دې جوګه دي چې د ټولو بالغ کسانو لپاره د واکسینو بهیر پیل کړای شي.

د هند د ممبۍ ښار چارواکو د درو ورځو لپاره د واکسینو مرکزونه تړلي او د نوي ډیلي اعلا وزیر پر ولس غږ کړی چې نن دې د واکسینو مرکزونو ته نه ځي ځکه چې هغوی ته واکسین نه دي رسېدلي.

د جانز هاپکېنر پوهنتون د معلوماتو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې هره ورځ په هند کې له درو لکو زیات کسان په کورونا اخته کېږي، تر اوسه هلته ۱۸ مېلیونه ۷ لاکه ۶۲ زره نه زیات کسان په کورونا اخته شوي او دوه لاکه او اته زره نه زیات پکې مړه شوي خو ۱۵ میلیونه نه زیات ترې بیرته ښه شوي هم دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG