د لاسرسي ځای

تازه خبر

شریف وايي، ولس یې د نااهلۍ پرېکړه رد کړې


د پاکستان د واکمن (مسلم ليګ ن) ګوند مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف يو ځل بيا د سپریم کورټ د نااهلۍ پر پرېکړه نيوکې کړي او ويلي يې دي چې پاکستاني ولس هغه فیصله رد کړې.

نوموړي د خالي پر ورځ د پنجاب صوبې په سرګودې کې ولسي غونډې ته په وينا کې وويل، خلک حق لری چې د سپريم کورټ پر فيصلو پوښتني وکړي کړي. ((دا د ولسي عدالت فيصله ده. دا ښيي چې ولس ته د عدالت پرېکړه د منلو وړ نه ده. دا څه خبره شوه چې ولس به نواز شريف منتخب کړي او عدالت به يې نااهله وګرځوي؟)) د پاکستان سپريم کورټ د تېر ۲۰۱۷ ز کال د جولای پر ۲۸مه د پاناما اسنادو په مقدمه کې نواز شريف د پارلېمان د څوکۍ لپاره نااهله وګرځاوه. تر هغې وروسته ده د وزیراعظمۍ دنده پرېښوده. نوموړي د عدالت دغه پرېکړه د هغه پر ضد د يوه سازش په توګه ياده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG