د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ د ګڼو وسله والو نیولو ادعا کړې


د پاکستان پوځ په ډېره اسماعیل خان او په بلوچستان کې د یوشمېر مشکوکو وسله والو د وژلو او نیولو دعوه کړې.

د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د پنجشنبې پر ورځ په دوو جلا جلا بیانونو کې ویلي، د تحریک طالبان پاکستان یو وسله وال ظاهر شاه او د هغه ملګری یې د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې وژلي دي.

پوځ وايي، په پېښه کې یې څلور مشکوک وسله وال نیولي هم دي.

د پوځ یو بل بیان وايي چې اېف سي ځواک په پنجشنبه د بلوچستان په ژوب، سېوۍ، ډېره مراد جمالي، مچ او اسماعیل کلي کې د لټون عملیاتو پر وخت ۱۵ مشکوک وسله وال نیولي دي.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG