د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان اوس هم امریکا خپل متحد بولي: میجر جنرل اصف غفور


اسلام اباد - د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي چې د پاکستان او امريکا د اړيکو او يو بل سره د مرستو يو تاريخ دی، اتحاديان دي او د دوه اتحاديانو ترمنځ جګړه کله هم نه وي خو د نوموړي په وينا چې پاکستان به دا هم و نه زغمي چې سپکاوې یې وشي او که چرته امريکا داسې کوم ګام پورته کوي نو د پاکستان رياست او حکومت به له ولسي غوښتنو سره سم ځواب ورکوي.

د زيارت په شپه يو شخصي ټي وي جیو سره په مرکه کې د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان په اړه د بيان په حواله وويل چې د ستاينې وړ خبره دا ده چې تر دغه بيان وروسته د پاکستان حکومت، پارلېمان، د قامي سلامتيا کميټۍ او د پوځ د کورکمانډر غونډې له لارې په ښکاره توګه يو ځواب ورکړل شو چې پاکستان که له امريکا امداد اخستی نو هغه يې د ځان لپاره نه بلکې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امريکا ملاتړ او هغوی سره د مرستو کولو پر بنياد اخستی دی.

د پوځ وياند وويل چې پاکستان تل د امريکا ملاتړ کړی او دې لړ کې يې له چين سره د امريکا اړيکې سمولو کې خپل پوره کردار لوبولی.

د دې ترڅنګ د روس په افغانستان کې د جګړې پر وخت هم پاکستان د امريکا ملاتړ کړی دی.

هغه وويل چې د ۲۰۰۱م کال د ستمبر وروسته د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې هم پاکستان تل د امريکا ملاتړ کړی، که څه هم امريکا په ډېرو ځايونو کې د پاکستان ملګرتيا نه ده کړې.

د يوې پوښتنې په ځواب کې مېجرجنرل اصف غفور وويل که څه هم د امريکا له خوا سخت ځوابونه راځي خو پاکستان اوس هم امريکا خپل اتحادي بولي او امريکا بايد وګوري چې د پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړې په سيمه کې د امن لپاره څومره ګټې راوړې دي.

د پوځ د وياند په اړه د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير (ر) محمود شاه وايي چې د دې مطلب ښکاره دا دی چې پاکستان له امريکا سره تعلقات خرابول نه غواړي،که امريکا يې خرابوي نو دا د هغوی خوښه ده خو پاکستان د ترهګرۍ په جنګ کې مالي او ځاني ډېر تاوانونه زغملي دي.

XS
SM
MD
LG