د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایک پېنس: امریکا له پاڅېدلي ایراني ولس سره ترڅنګ ولاړه ده


د امريکا مرستیال ولسمشر هوډ ښودلې چې هېواد به یې د ايران حکومت ضد مظاهره چيانو سره تر اوږدې مودې ودرېږی او ولسمشر ډونلډټرمپ د پارېدلي ایراني ولس ملاتړ کوي.

مرستیال ولسمشر مايک پېنس دا څرګندونې د امریکا ږغ راډيو له خبریالې ګرېټا وان سوسټېرېن سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.

نوموړي ويلي،"ولسمشرټرمپ د ايران له زړور ولس سره ولاړ دی او موږ پوهېږو چې دغه ملاتړ د ايران کوڅو او سړکونو ته راوتليو خلکو ته ډاډورکوي. او موږ به دوی ته يواځې زباني نه بلکې چې هغوی چې په خپل هېواد کې څنګه بدلون راوستل غواړي، هغه ډول ملاتړ به وسره جاري ساتو."

مرکه

ګریټا: په ایران کې ډېر څه روان دي؟ زه پوهېږم دا ډېر سنګین حالات دي، هلته وضعه نازکه ده.

که یو څه پېښ شو نو د امریکا متحده ایالات به څه کوي؟

زه پوهېږم چې په دې لړ کې د ملاتړ ټويټونه او زباني بیانونه راغلي خو عملي ګام څه دی؟

مایک پېنس: تر ټولو لومړۍ او مهمه خبره دا ده چې ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ پاللو د سر سر هېواد دی.

دغه ریاست نه یواځې د خپلو خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي بلکې ګړدې سیمې ته ترهګران هم استوي، او پر له پسې یو لوی خطرناکه ناکراره کوونکی ځواک یا قوت ګرځېدلی دی.

په خپل هېواد کې د بدلون غوښتولو لپاره د راپاڅېدلي ایراني ولس دې مبارزې ته هر امریکايي وګړی او د نړۍ هر یو ازادۍ - پلوه په درنه سترګه ګوري او زه بايد دا هم ووایم چې په ۲۰۰۹ز کال د زرغون انقلاب پر مهال د یوه امریکایي ولسمشر لخوا چپ پاته کېدل او په نن وخت کې ډېر توپير دی دا ځل د ولسمشر ټرمپ لخوا په ډاګيزه ملاتړ سره احتجاجونه په سېوا کېدو دي او زما په فکر په نړۍ کې د ازادۍ تر ټولو د لویمبارز په توګه دا د امریکا له رول سره سم کار دی.

ګرېټا: خو که د ملاتړ خبره کوو نو په ۲۰۰۹ز کال کې ولسمشر اوباما هم د یو څو ورځو خاموشۍ وروستو زباني ملاتړ کړی وو؟

مایک پېنس: هغه د یوڅو ورځو د ځنډ خبره نه وه، زه هلته وم.

زه د کانګرېس غړی وم او تا ته به یاد وي زه د استازیو جرګه کې د بهرنیو چارو کمېټۍ برخه وم او زما د ۲۰۰۹ز کال هغه په یاد دی چې په ایران کې تر لانجمنو ټولټاکنو وروستو د ځوانانو یو پراخ غورځنګ راوپارېدلو، خلک لارو ته راووتل، ایرانیانو بې سارې زړورتیا وښودله او د یو جمهوري او ازاد راتلونکې غوښتنه یې کوله.

په ۲۰۰۹ز کال کې مو سترګې سپينې ماڼۍ ته وې، د امریکا مشرتابه ته مو کتل، خو هېڅوک نه ول.

د ولسمشر اوبا ادارې بېخي خاموشه وه نو د کانګرېس یوه غړي په توګه مې له ډیموکراټ هاورډ بېرمن سره چې هغه مهال د کانګرېس بهرنیو چارو کمېټۍ مشر هم وو له هغه سره په ګډه مې یو قرارداد چې ما لیکلی وو وړاندې کړ او د استازیو جرګې په یوه خوله ومانه او بیا سېنېټر جان مکین او سېنېټر ليبرمېن دغه قرارداد سېنېټ ته هم یووړ او هلته هم بې له مخالفت منظور کړل شو. او بیا ولسمشر بارک اوباما او د هغه ادارې خبرې پرې وکړې.

د تېرې ادارې خاموشي او د ازادۍ پلویتوب کې ناکامي او له زړور ایراني ولس سره د ولسمشر ټرمپ په ډاګه درېدو ترمنځ توپیر دی.

زه ګڼم له دې څخه د دغه خلکو همت زیاتېږي چې په ګړد هېواد کې کوڅو ته راوتلي دي او موږ به د دغو خلکو نه یواځې زباني ملاتړ جاري ساتو بلکې موږ له هغوی سره په خپل هېواد کې د بدلون راوستلو په هر ګام کې ولاړ یو.

زه تاسو ته باور درکوم چې د امریکا منحده ایالات او پراخه نړۍ له ایران ولس سره ترڅنګ ولاړه ده چې بهتره، ښه سوکاله او ازاد سباوون غواړي.

ګرېټا: دغه رنګه حالات په ۱۹۵۶ز کال کې په هنګري کې هم ول کله چې خلک راپاڅېدل او تش زباني ملاتړ ورسره شوی وو.

بیا په ۱۹۹۱م د کردانو په وار هم ولسمشر جارج بوش هم دغه شان وکړل او څنګه چې تاسو وویل، کانګرس ګام واخېستو نو هله ولسمشر اوباما غبرګون وښود خو د زباني ملاتړ هغه نتیجې نه راځي چې پکار وي.

ایا دا یوه موقع ده چې امریکا عملي ګام پورته کړي، ځکه چې ایرانی ولس لارو کوڅو ته راوتلی دی؟

مایک پېنس: که چیرې د ایران ولس د خپلې ازادۍ لپاره خپل پاڅون جاري ساتل غواړي او هغه رادیکاله نظریه ردوي چې څو لسیزې وړاندې یې دغه هېواد نیولی او له ایرانه نورو هېوادونو ته ترهګري خوروي، نو امریکا او په نړۍ کې ډېر هېوادونه به یې مرسته وکړي.

تیرې ادارې نه یواځې هغه وخت کله چې د ایران زړور ولس جمهوریت غوښتو خاموشه خپله کړې وهبلکې د ایران ورانوونکی اټومي تړون یې هم ومانه چې ولسمشر ټرمپ یې له تصدیقولو انکار کوي.

زما هیله دا ده چې د ایران په کوڅو کې راوتلی ایرانی ولس پوهېږي چې د ولسمشر ټرمپ په شتون کې دوی یواځې نه دي، امریکايي ولس له دوی سره ولاړ دی.

Pashto Iran Protests Infographic
Pashto Iran Protests Infographic

زه خپله، د بهرنیو چارو وزیر او د (ملګرو ملتونو لپاره) د امریکا سفیره نیکې هیلې، موږ ټول به (له ایراني ولس سره) ولاړ یو، دا به تر نهه کاله پخوا ډېره بدله وي. زه دا پیغام ورکول غواړم چې د امریکا خلک له جمهوریت پلوه ولس سره ولاړ دي.

زما په ګمان دا د خوشبینۍ خبره ده او زما هدف او دعا دا ده چې د ایران ځوان کهول، تعلیم یافته خلک په دې پوهه شي چې امریکا او د دې هېواد خلک د هغویفطري ملګري دي.

موږ غواړو چې هغوی یو ازاد او جمهوري سباوون ترلاسه کړي، موږ غواړو هغوی له هغه رژیمه خپلځان ازاد کړي چې ګړدې نړۍ ته یې خطر جوړ کړی دی.

ګرېټا: (د ایران) ولس څه تمې ولري؟ چې ایا ولسمشر اټومي تړون تصدیق کړي او که نه؟

په ایران کې خلکو ګڼله چې له دغه تړونه به یې د هېواد اقتصاد ښه شي، خو داسې و نه شوه ځکه خو دا احتجاجونه پیل شوي دی.

څه به کېږي که له ایران سره شوی تړون ماتېږي؟ تاسو څه وینئ چې په ایران کې له خلکو سره څه روان دي؟

مایک پېنس: ولسمشر دا په ډاګه کړې چې دی له ایران سره شوی اټومي تړون بیا نه تصدیقوي.

ګرېټا: د ایراني ولس به څه کېږي؟

مایک پېنس: ګرېتا ستا نقطې ته ته راګرځم، ځینې نورې پرېکړې دي چې کول به وي.

د ولسمشر پر دې غور روان دی چې اقتصادي بندیزونه واخلو کې یې جاري وساتو، په دې اړه به د روانې میاشتې په نیمايي کې پرېکړه وشي.

ګرېټا: تاسو څه فکر کوئ بندیزونه به څه نتیجې راوړي؟

زه د بندیزونو خلاف نه یم، زه غواړم بندېزونه دې په میانمار هم ولګېږي خو ایا د ایران پرضد له بندیزونو سره به په لارو کې په احتجاج راوتلي ولس ته کوم زیان رسي او که نه؟

مایک پېنس: موږ ګڼو د بندیزونو پالیسي نه یواځې په ایران کې کار کوي بلکې په شمالي کوریا باندې يې هم ډېر اغیز کړی،موږ له خپلو اتحادیانو سره په ګډه کارکوو چې له نویو شرطونو سره نوی تړون وکړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG