د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو له بنده ژغورل شوی کس په کاناډا کې نيول شوی


د کاناډا پولیسو هغه سړی د تېري په تور نيولی دی چې په دې وروستیو کې له خپلې امريکايي مېرمنې او ماشومانو سره یو ځای په پاکستان کې د طالبانو له بنده ژغورل شوی و.

د ۳۴ کلن جوشوا بویل وکیل د سېشنبې پر ورځ وویل، د اوټاوا پوليسو د هغه موکل په کاناډا کې په ۱۵ کېسونو کې تورن کړی چې د تیرې، جنسې تجاوز او د وژلو ګواښونه پکې شامل دي.

په دې مقدمه کې د اغېزمنو هویت نه دی ښودل شوی.

ټاکل شوې چې بویل نن( چارشنبه) د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې عدالت ته حاضر شې.

د جوشوا بویل وکیل ویلي نوموړی په حراست کې دی خو هغه بې ګناه دی او تر دې مخکې يې د قانون خلاف عمل نه دی کړی.

پاکستان ويلي، امنيتي ځواکونو يې د تېر کال د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه جوشوا بویل، د هغه امریکايې مېرمن او درې ماشومان هغه مهال له طالبانو سره تړلې حقانې شبکې له برمته ګرو څخه وژغورل چې له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتل.

خو امریکايې چارواکو بيا ويلي ول چې بویل او کورنۍ يې تر دې مخکې چې وژغورل شې، شاوخوا پینځه کاله په پاکستان کې وسله والو برمته ساتلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG