د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی


د امریکا پوځ ویلي چې د دوشنبې په ورځ يې د افغانستان په ختیځ کې په یوه نښته کې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سېشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې امریکايي چارواکیو ویلي، دا پېښه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوې ده.

بلخوا د جوزجان ولايت د والي ویاند محمد رضا غفوري ویلي چې د سېشنبې پر ورځ د یوې ولسوالۍ د امنیې قومندان د طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

نوموړي په عين حال کې زياته کړه چې تېره ورځ په دې ولایت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ۲۶ وسلوال وژل شوي دي.

د غفوري په خبره په وژل شویو کې فرانسویان او ازبکستانيان هم شامل دي.

داسې ويل کېږي چې د سالامي دولت وسله والې ډلې ځينې غړي په دا وروستيو کې له شام څخه افغانستان ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG