د لاسرسي ځای

تازه خبر

رازق: حکومت مې له دندې نه شي لیرې کولی


د افغانستان د کندهار ولايت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ويلي چې مرکزي حکومت نوموړی له دندې نه شي لیرې کولی.

جنرال رازق چې د سېشنبې پر ورځ یې په کندهار ښار کې د یوشمېر رسنیو له استازیو سره خبرې کولې وویل، دا چې نوموړی د دې حکومت له خوا په دنده نه دی ټاکل شوی نو لیرې کول یې هم د دې حکومت کار نه دی.

''زه نه دې حکومت راوستلی یم او نه مې دا حکومت لیرې کولای شي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه راغلی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه به ځم. دا کوم خلک چې پلانکی ځای د قدرت جزيرې دي نو زه هغوی ته وايم چې دا د قدرت جزيرې نه بلکې د وطن فروشانو لپاره خزې دي.''

له دندې څخه د کندهار د امنیې قومندان د لیرېکولو په اړه تر اوسه له کابله هېڅ خبر نه دی خپور شوی، خو تر دې مخکې په شمال کې د بلخ لیرېکړل شوي والي عطا محمد نور ویلي ول، حکومت غواړي چې له ده وروسته د کندهار امنیه قومندان له دندې لیرې کړي.

د رازق د دې څرګندونو په اړه تر اوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او ولسمشر دفتر څه ډول غبرګون نه دی ښودلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG