د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجید اڅکزي: په جیلونو کې له بندیانو سره بد چلند کېږي


په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پبلیک اکاونټس کمیټۍ چېرمېن عبدالمجید خان اڅکزي ویلي دي چې د صوبې په جېلونو کې له قیدیانو سره سم چلند نه کېږي.

له مشال راډیو سره نن (سېشنبه) په یوه مرکه کې مجید اڅکزي وویل د بلوچستان په جېلونو کې له افغان بندیانو سره هم د پولیسو رویه سمه نه ده او د پولې اجازتنامې (بارډر پاس) نه لرلو له وجې ګڼ افغانان په جېلونو کې پراته دي.

عبدالمجید اڅکزی په خپله هم د کوټې په یو جيل کې د اووه میاشتو د بند وروسته په ډیسېمبر میاشت کې په ضمانت خوشې کړل شو.

هغه د تېر کال په جون میاشت کې په یوه ټرافیکې پېښه کې د ټرافیک سارجنټ د وژلو په تور نیول شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG