د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: هوايي بریدونو لسګونه داعشیان وژلي


د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي دعوه کوي چې د ګل په ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ، شينکۍ او انګوره سيمو کې د ګډو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۶۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل: د دې عملياتو پر مهال يو ملکي وګړى هم وژل شوى او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۳نور ټپيان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې اسلامي دولت وسله والې ډلې تل د ملکي وګړو د کورونو څخه د سنګر په توګه ګټه اخېستې. نو د عملیاتو پر وخت د وسله والو ترڅنګ ملکي وګړیو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG