د شمالي کوریا مشر کېم جانګ اون وايي، هېواد يې دا وړتيا ترلاسه کړې چې په اټومي وسلو د امريکا خاورې ټولې برخې وولي.
کېم جونګ-اون د دوشنبې پر ورځ د نوي کال په مناسبت په خپله ټلوېزېوني وينا کې وويل، د اټومي وسلو بټن د ده پر مېز پرته ده.
نوموړی وايي،زموږ د نويو اټومي وسلو په محدوده کې ټول امریکا راځي او اټومي بټن تل زما پر مېز پرته ده. دا یو ګواښ نه بلکې واقعیت دی.
کیم دا هم وویل، هېواد يې د اټومي ځواک کېدو لپاره بهیر بشپړه کړې ده او موږ بايد په ډلهييز ډول اټومي "سرګلولې" او باليسټيک ميزائيل توليد کړو او د هغوى پراختيا چټکه کړو.
نوموړی زیاتوي، شمالي کوریا به دا وسلې یوازې هغه مهال کاروي چې امنیت ته یې خطر وي.