د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني وايي، ایرانیان دې په مظاهرو کې تاوتریخوالی نه کوي


ایراني ولسمشر حسن روحاني ویلي، د هېواد وګړي یې د احتجاج او پر حکومت د انتقاد پوره ازادي لري خو خبرداری یې ورکړی چې دا هر څه باید سوله ییز وي.

نوموړي د یکشنبې یا اتوار پر شپه د کابینې په غونډه کې وویل، په مظاهرو کې دې له تاوتریخوالي ډډه وشي.

روحاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په ایران کې خلکو د یکشنبې پر شپه هم د بیو زیاتېدو پر ضد مظاهرو ته دوام ورکړ.

د ډېسېمبر له ۲۸مې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې روانې دي چې لومړی د ورځني استعمال د شیانو د بیو زیاتېدو پر ضد پیل شوې وې خو وروسته یې بڼه سیاسي شوه او خلکو د هېواد پر سیاسي او بهرنیو تګلارو هم انتقادونه پیل کړل.

XS
SM
MD
LG