د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکيې ولسمشر فرانس ته ځي


د ترکیې ولسمشر ويلي چې د جنورۍ پر پينځمه فرانس ته ځي او له خپل سیال ايمانوېل مکرون سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

رجب طیب اردغان د شنبې په ورځ په ټېلېویژني وینا کې د خپل واکمن ګوند غړیو ته وویل چې پاریس ته د خپل سفر پر مهال به د فرانس او ترکیې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د فرانس ولسمشر د دفتر یوې سرچینې ویلي چې دواړه مشران به د شام پر کورنۍ جګړه او د امريکا له خوا د اسراییل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس منلو پر پرېکړه خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG