د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر ايجنسۍ زده کوونکي تعليمي مرسته غواړي


د خېبر ايجنسۍ د زده کوونکو اتحاديه وايي حکومت قبايلو زده کوونکو سره د سکالرشپ او خېبر پښتونخوا پوهنتونونو کې د ځانګړو سيټونو زياتولو وعده کړې وه چې پوره يې نه کړه.

د دې اتحاديې يو غړي توفیق افريدي نن مشال راډيو ته وويل چې جنګ ځپلو قبايلي ځوانانو ته بايد ډېر پام وشي او حکومت دې ورته تعليمي اسانتياوې برابرې کړي. د پاکستان وفاقي کابينې د دې کال د مارچ مياشتې په دوهمه په پوهنتونونو کې د قبايلي سيمو د زده کوونکو لپاره د ځانګړو سيټونو او سکالرشپونو پر زياتولو سلا کړې وه.

بلخوا د خېبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ خالد محمود مشال راډيو ته ويلي چې کوښښ کوي په نوي کال کې د خېبر زده کوونکو ته د سکالرشپونه له لارې د تعليم نورې موقعې برابرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG