د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوچقون: د افغانستان سولې لپاره د ديني عالمانو غونډې کېږي


افغان چارواکي وايي د افغانستان په سرښار کابل او د انډونيشيا په پلازمېنې جکارته کې د روانې جګړې پر ضد د ديني عالمانو غونډه کېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيال، عبدالخبير وچقون نن مشال راډيو ته وويل په دې غونډو کې به د روانې جګړې پر ضد فتواوې ورکړل شي. نوموړي د دې غونډو د وخت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په دې اړه تياريانې روانې دي.

د دسمبر په ۲۷ تاريخ کابل کې د ۷۰۰ ديني عالمانو دوه ورځنۍ غونډې کې وويل شول چې د طالبانو جګړه شرعي جواز نه لري. دوی پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي او حکومت سره دې د سولې مذاکرات وکړي. طالبانو تر اوسه د دې غوښتنې په ځواب کې څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG