د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پدماوتي" فلم نندارې ته وړاندې کولو اجازه ورکړل شوه


پدماوتي فلم: ديپيکا پاډوکون او شاهد کپور
پدماوتي فلم: ديپيکا پاډوکون او شاهد کپور

د هندي فلمونو د ارزونې ادارې (Central Board of Film Certification) پرون د جنجالي فلم، پدماوتي د خپرولو منظوري ورکړه. اوس به دا فلم په نړيواله توګه نندارې ته وړاندې کېدلی شي.

د شپاړسمې پېړۍ پر پېښو ولاړ دا فلم د پښتون پاچا علاو الدين خلجي کيسه را اخلي چې پر هندي ملکې پادماوتي مينيږي. د سنجی لېلا بنسالي دې فلم کې مرکزي کردارونه ديپيکا پاډوکون، رنوير سينګ او شاهد کپور دي.

د هند حکمران ګوند، بهارتيه جنتا پارټي د غړو په شمول ځينو هندو ډلو د دې فلم خلاف مظاهرې کړي. دوی وايي فلم له تاريخي حقيقتونو ليري دی او بايد پادماوتي د يو مسلمان پاچا سره د مينې په کردار کې نه وای ښودل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG