د ترکي دفاعي چارواکو پرون ويلي چې له روس سره يې یوه معامله لاسلیک کړه چې له مخې به يې مسکو انقرې ته د ایس ۴۰۰میزایلو ضد سیستم دوې بېټرياني يا دستګاوي ورکړي.
ترکي چارواکو پرون وویللومړنۍ بېټرۍ به د ۲۰۲۰کال په لومړیو دریو میاشتو کې ترکي ته وسپارل شي.
راپورونه وايې د روس د ایس ۴۰۰ میزایل ضد سیستم د اخيستلو سودا دوه نیم اربه ډالره کیږي او دې معاملې په لویدیځ کې چې ترکیه د ناټو غړی دی،اندیښنې پیدا کړې دې.
راپورونه وايې د ناټو تړون په دفاعي سیسټم کې د میزایلو ضد دا سیستم نشې ځای پر ځای کیدلی.
ایس ۴ سوه ډوله د میزایلو ضد دا سیستم څلور سوه کیلومتره فاصله ویشتلی شي او د ۳۰ کیلو مترو په لوړوالې هدف له مینځه وړي.
د دې سیستم یوه بېټرۍ په یوه وخت کې اتیا بیلا بیلا هدفونه په دوه دوه ميزايلونو په نښه کولی شې.