د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونسیف د افغانستان د پوهني له وزارت سره د ۴۶ میلیونه ډالرو مرسته کوې.
ټاکل شوي ده چې ددي مرستي تړون د دسمبر پر ۳۰مه د افغانستان د پوهني د وزارت او یونسیف ترمنځ لاسلیک شې.
د پوهني د وزارت د خپرونو مسول کبیر حقمل د جمعې په شپه مشال رادیو ته وویل چې د دې مرستو په مټ به یاد وزارت ته پېښې ستونزې هواروي.
د افغانستان د پوهني وزارت وايې دا مهال د ټول هیواد په کچه شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو محرومه دي او دوولس سوه سکولونه د نا امنیو له وجې تړل شوي دي.