د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: پر کلیسا برید نهه تنه وژلي


په حېلوان ښار کې د مار مينا کليسا چې د جمعې په ورځ برید کې نهه تنه ووژل شول. ۲۹ دیسېمبر ۲۰۱۷
په حېلوان ښار کې د مار مينا کليسا چې د جمعې په ورځ برید کې نهه تنه ووژل شول. ۲۹ دیسېمبر ۲۰۱۷

د مصر روغتيا وزارت وايي چې له قاهرې سره نږدې پر يوه کلیسا حمله شوې چې پکې د بريدګر په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

بريدګر هغه وخت ووژل شو کله چې يې د جمعې په ورځ په حېلوان ښار کې د مار مينا په نوم کليسا ته د ننوتو د هڅې پر مهال پنځه ساتونکي په ډزو ټپیان کړل.

رسنۍ وايي چې يو دويم بردګر هم وو او په وژل شويو کې پوليسان هم شته.

که څه هم هېڅ يوې ډلې د بريد ذمه واري نه ده منلې خو اسلامي دولت وسله والې ډلې تېر کال عيسويان په نښه کړي وو.

داعش تېر کال د دېسېمبر په مياشت کې په قاهره کې پر کليسا او داشان له قاهرې سره نږدې پر دوو نورو کليساګانو د حملو ذمه واري منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG