د لاسرسي ځای

تازه خبر

ږیره کې فېشن نه منو؟


یوڅو ورځې مخکې په ټولنيزه ميډیا پرچۍ خپرې شوې وې چې پکې د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې د بهيرکنډ کلي نایانو ته د يوه اسلامي تنظيم انټر نېشنل ختم نبوت خبرداری ورکړی چې فېشني ږیرې به جوړه وي او که چا هم دا کار وکړ نو د ۱۵ ورځو په نوټس به دوکان پرېږدې.

د دغه ډلې هزاره ډويژن امير مولوي وسیع الرحمان چې دغه پرچۍ (پمفلټ) د دوی د تنظیم یوه علاقايي مشر نزاکت شاه خپور کړی چې دوی ورته په دغه سرغړونه نوټیس هم ورکړی دی.

محمد شاهد مشال راډيو ته وويل، د کومې شیشې ته او پر کومه کرسۍ چې مو د یوه کس ږیره [فېشني ږیره] ورجوړه کړې وه، هغه یې رامات کړل.

مولوي وسیع الرحمن وویل، چې د پاکستان استخباراتي ادارو هم په دې اړه پوښتنې ګروږنې کړې چې ده ورته په ځواب کې ویلي د دوی کار خلکو ته دړکې ورکول نه بلکې تبلیغ کول دي.

''ما نزاکت شاه ته هم ويلي ول چې زموږ کار خلکو ته یوازې وينا کول دي چې د ږیرې بي حرمتي و نه کړي. که څوک دا کار کوي نو د هغوی د سرکوبي لپاره په هېواد کې قوانين شته، په دې لړ کې زه نن يوه خبري غونډه هم کوم اود دې پرچۍ له متن سره زموږ هېڅ تعلق نه شته.''

خو د بيرکنډ کلي د نایانو اتحادیې مشر ملک قاسم مشال راديو سره په خبرو کې وويل چې د دغه پير نزاکت شا دوې میاشتې مخکې پمفلټ چاپ کړی او پر نایانو یې وېشلي ول او کومو دوکاندارانو چې په دغه پمفلټ کې په ورکړل شویو هدایاتو عمل نه وو کړی، د سزا په توګه دهغوی دکانونه مات کړل شوي او بند کړل شوي ول.

''زما درې دکانونه دي ما د هغوی خبره ومنله خو بیا وروستو یې د يوه دوکان شیشې راماتې کړې او د دوکان مالک ته یې دړکې هم ورکړې. بیا هغه دوکاندار په خاکي تاڼه کې د دغو خلکو پرضد درخواست ورکړو خو پوهه نه يم چې ولې دوکاندار درخواست بیرته واخېست او ولې يې راضي نامه وکړه؟''

کوم دوکان ته چې زیان رسول شوې وو د هغې مالک محمد شاهد مشال راډيو ته وويل، د کومې شیشې ته او پر کومه کرسۍ چې مو د یوه کس ږیره [فېشني ږیره] ورجوړه کړې وه، هغه یې رامات کړل. دا ستونزه هغه مهال رامنځته شوې وه چې کله نزاکت شاه دغه پرچۍ ووېشلې نو بیا يې زموږ د ۲۸ دوکانونو مالکان راوغوښتل اوموږ ته يې وویل چې که چا دا هدایات و نه منل نو موږ به يې دوکان ورانوو، بندوو او یا له بازاره به يې وباسو، موږ خو غريبان خلک يو ځکه مو ورسره هر څه ومنل.)

ددې راپور لپاره مو له نزاکت شاه، د خاکي تاڼې د پوليسو مشر او د مانسهرې ضلعې د پوليسو له مشر شهزاد نديم بخاري سره بیا بيا د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG