د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سنډېمن سکول سره د عبیدالله اڅکزي ۷ کروړه روپۍ مرسته


د کوټې بشردوست حاجي عبدیالله اڅکزی
د کوټې بشردوست حاجي عبدیالله اڅکزی

بلوچستان کې یوه سوداګر حاجي عبیدالله اڅکزي په خپل ځاني لګښت د کوټې ښار د یوه سرکاري ښونځي (سنډېمن های سکول) یوه لویه برخه په جدیده ټېکنالوژۍ سمبال کړې چې په دغه ټوله صوبه کې یې ساری نه لیدل کېږي. نوموړي د دغه سکول د پرمختیا لپاره تر اوسه اووه کروړه روپۍ لګولې دي.

د مشال راډيو له خبریال ایوب ترین سره په خبرو کې ښاغلي اڅکزي وویل چې د دغه ډول څلورو نورو ښوونځيو جوړولو تکل لري.

دی وايي خپله یې زده کړې نه دي کړې او بیا چې مو سرکاري سکولونو ته وکتل چې دا څومره خوار دي، پرایوېټ سکولونه څومره جدید دي او بل په سرکاري سکولونو کې مسکینان او بې وزله ماشومان زده کړې کوي. په دوی کې اکثره د رېړۍ والا، تړې والا او نور مسکینان. نو پر ما خپله غریبي تېره شوې ده. په یبلو پښو به پیدل روان وو، ګونۍ به مو په شا وه، او کاغذونه او بوټي به مو ټولول چې اور په بل کړو. مسکیني مې لیدلې وه، او د زده کړو خپل دا ارمان له تعلیم سره د مرستې په کولو پوره کوم.

نوموړي له دیني مدرسو سره او د صحت په څانګه کې هم د خیر ښېګړې زښته ډېر کارونه کړي دي.

د سنډېمن سکول پرنسیپل ډاکټرنصیر شاه کاکاخېل وايي چې د سکول په چېلنجر بلاک کې د جدید تعلیم هر ډول سهولت موجود دی.

ښاغلی کاکاخېل وايي، په دې بلاک کې ۱۲ کوټې دي، په هره یوه کوټه کې ملټي مېډیا لګېدلې ده، ساونډ سیسټم (ږغزیز نظام) لري، هر استاد لېپ ټاپ لري، ۲۴ ساعته انټرنېټ لري او که بجلۍ ولاړه شي نو لمرینه یا شمسي بجلۍ لرو.

دی وايي په دې بلاک کې چې زده کوونکیو ته څنګه سهولتونه او اسانتیاوې ورکړل شوي دي دا د پاکستان په سکولونو کې پرېږده په پوهنتونونو کې هم نه شته.

د پرنسیپل کاکاخېل په خبره په دغه ښوونځي کې د نړیوال معیار لېبارټريانې جوړ شوي دي. دلته هر ډول جدیدې اسانتیاوې شته او هڅه به مو دا وي چې د ملک یو له بهترینه سکولونو وي.

د کوټې یوه سکول سره د عبیدالله اڅکزي ۷ کروړه روپۍ مرسته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:24 0:00


دلسم تولګي یو زده کونکی محمد حسېن وايي، چې د هرډول ښه سکول له زده کونکیو سره اوس دوی سیالي کولی شي. دی وايي، استادان یې راسره د دوستانو غوندې چلند کوي او چې کله په سبق پوهه نه شي نو د ملټي مېډیا په مرسته یې را وښيي او چې بیا هم پوه نه شو په خپله ورشو په انټرنیټ کې ولټوو او سر په خلاص کړو.

د بلوچستان استادانو اتحادیې یوغړي مجیب الله غرشین پر شتمنمو خلکو غږ کړی چې د حاجي عبیدالله اڅکزي غوندې دې د تعلیم په برخه کې مرستې وکړي. نوموړی پر حکومتي چارواکیو، پر سیاستوالو او مدني ټولنو ږغ وکړ چې راشي دغه سکول وویني او د بشردوست حاجي عبیدالله او د استادانو ستاینه وکړي.

د یادولو ده چې د کوټې سنډېمن سکول بنسټ په ۱۸۸۲ م کال د هغه وخت پولیټیکل ایجنټ رابرټ سنډیمن ایښی وو. په بلوچستان صوبه کې دا وخت ۱۳۰۰ سوه سرکاري سکولونه دي. د یونیسېف د یوه راپورله مخې د صوبې په۹۰ فیصده ښونځیو کې د زدهکونکیو لپاره تشنابونه هم نه شته.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG