د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس په شام کې پوځي اډې جوړوي


د روس دفاع وزير سرګې سوګو وايي، په شام کې یې د دايمي پوځي اډو جوړولو چارې پيل کړي دي.

دا پوځي اډې به د شام په طرطوس او اللاذقية کې وي.

په دې کې يوه سمندري او بله هوايي اډه شامله ده.

د روس دفاع وزير د سېشنبې پر ورځ وويل چې ولسمشر ولاديمير پوتين تيره اونۍ د پوځي اډو ودانول او د کارکوونکیو ګمارلو منظوري ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه تر منظورۍ وروسته په هغه هېواد کې د دايمي سرتېرو ډلې جوړولو کار پیل کړي دي.

بلخوا د روس فيدريشن شورا پرون د هغه پرېکړې توثيق کړی چې د مسکو او د شام ولسمشر بشار السد ترمنځ په طرطوس ښار کې د بحري اډې جوړولو په اړه یې کړې وه.

دا پريکړه د جنوري په ۱۸مه په دمشق کې لاسليک شوې وه.

.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG