د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظير بوټو لسم تلين لمانځل کېږي


د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د بېنظیر بوټو لسم تلين په مناسبت په يو پيغام کې ويلي دي چې بېنظير بوټو د هغو عناصرو پرضد جګړه کوله چې د مذهب په نامه يې هېواد د يرغمال کولو کوښښ کولو.

اصف زداري وويل چې بېنظر بوټو په پاکستان کې جمهوريت ته وده ورکړې وه او پيپلز ګوند د دې لپاره ‌ډېرې قرباني ورکړي دي.

بېنظير بوټو دوه وارې د پاکستان وزيراعظمه پاتې شوې وه.

هغه د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف په وخت کې جلاوطنه شوه او د ۲۰۰۷م کال اکتوبر مياشت کې هېواد ته ستنه شوه.

بېنظير بوټو د ۲۰۰۷م د ډیسېمبر په ۲۷مه د راولپنډۍ په لياقت باغ کې د جلسي وروسته په ځانمرګې بريد کې ووژل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG