د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غنمو لومړی بار له هنده و هرات ته ورسېد


د يو اعشاريه پنځه ميلیونه ټنو غنمو لومړی بار له هندوستانه هرات ته ورسېد.

د غنمو دا مرسته چې ۲۰ زره ټنه د هرات ولایت لپاره په‎کې ځانګړې شوې، د چابهار- نيمروز له لارې هرات ښار ته ورسېده.

د هرات د والي مرستيال محي‎الدين نوري پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، دا مرسته يې له هندي چارواکو څخه په هرات کې تر لاسه کړه.

دی وايي:

"د غنمو لومړۍ بسته مو چې ۱۹ ټېلره وه، د هندوستان د کونسلګرۍ د چارواکو او هرات ولايت د ځايي ادارې د چارواکو په حضور کې تر لاسه کړه."

د ده په خبره هرات، فراه، نيمروز، غور او کندهار په هغو ولایتونو کې شامل دي چې ورته به د هندوستان له خوا د غنمو مرسته ورکړل شي.

ښاغلي نوري زیاته کړه چې دا لومړی ځل دی چې د چابهار له لارې له هندوستانه – افغانستان ته اموال انتقال شول.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG