د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر: وزیر اعظم تګ د لوبو مېله پرانيسته


د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي نن د خېبر ايجنسۍ په جمرود کې د لوبو يوې مېلې د پرانيستې په موقع وويل د ايف، سي، ار په ختمولو او قبايلي اصلاحاتو کار روان دی. خو د وزيراعظم تقرير اورېدو ته ورغلي خلک، پر دې بيان خوشاله نه وو.

په دوی کې شامل يو تن، محمد سليم افريدي نن مشال راډيو ته وويل تمه يې لرله چې وزيراعظم به د وعدو د تکرار پر ځای خېبر پښتونخوا صوبه کې د قبايلي سيمو د شاملولو اعلان وکړي. ((ده همغه پخوانۍ خبرې وکړي. قبايل مايوسه شول. موږ فکر کاوه چې د ايف، سي، ار ختمولو اعلان به وکړي خو هيڅ يې ونه کړل.))

په پاکستان کې ځيني سياستوال وايي قبايلي سيمې دې د خېبر پښتونخوا برخه شي، ځينې يې د ځانله صوبې کولو په حق کې دي او ځيني نور په دې اړه له قبايلو څخه دې پراخه پوښتنې ملاتړ کوي.

د لوبو د میلې دغې پرانستې په مهال قبایلي لوبغاړو په ځينو لوبو او موسيقۍ پروګرام کې هم برخه واخيسته.

د فاټا د لوبو څانګې چارواکي وایي دغه مېله به د دسمبر له ۲۵ نیټې څخه د دسمبر تر ۲۹ نیټې پورې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG