په اسلام اباد کې د شپږو هيوادونو پارلېماني مشرانو په غونډه کې ټینګار شوی چې حکومتونه دې د ترهګرۍ ضد ګډ ګامونه پورته کړي.
د پاکستان، افغانستان، چين، ايران، روس او ترکيي د پارلېماني مشرانو تر پروني کانفرنس وروسته د قامي اسمبلی سېکرېټرېټ بیګا په جاري شوې اعلامیه کې ویلي چې ترهګري باید له یوه مذهب، قام، کلتور، تهذیب او نسلي ډلې سره و نه تړل شي او په دې برخه کې دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا قراداد او د ترهګری ضد نړیواله ستراتیژي په بشيړه توګه عملي کړل شي.
دا اعلامیه چې په ۲۹ نقطو مشتمله وه، پکې دا هم ویل شوې چې د تعلیم، پرمختیا ، کلتور او سیلګری له لارې د شپږو واړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ رابطې زیاتول مهمه دي.