د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو په افغانستان کې له امریکا سره همکارۍ ته چمتو دی


په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا چارو د ادارې مشر ضمیر کابلوف رویترز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې روسیه په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیالي الیس ویلز سره په تماس کې ده .

تر دې یوه اوونۍ وړاندي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله کلنې خبري غونډه کې وویل په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتېدو دي او دا چې مسکو له افغان حکومت او له امریکا سره همکارۍ ته چمتو دی.

په غبرګون کې یې افغان حکومت ویلي چې ټول هېوادونه کولی شي له افغانستان سره خپل ټول اړیکي د ډلو نه بلکې د حکومتونو په کچه ټینګ کړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG