د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کلبوشن یادو ښځه او مور پاکستان ته ځي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جاسوسۍ په تور د بندي هندي وګړي کلبوشن یادو ښځه او مور د ګل پر ورځ پاکستان ته ځي.

د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د شنبې پر ورځ پر ټوېټر پاڼه په یوه بیان کې لیکي، نوي ډیلي ورته ورکړی چې د یادو کورنۍ به هم د ډېسېمبر پر ۲۵مه هند ته ستنېږي. پاکستاني حکومت د روانۍ اوونۍ په لومړیو کې د یادو ښځې او مور ته ویزې ورکړې چې له هغه سره په زندان کې وویني. یادو د ۲۰۱۶ز کال په مارچ کې په بلوچستان کې نیول شوی او ورباندې د جاسوسۍ تور پورې شوی وو. د پاکستان پوځي عدالت هغه ته د مرګ سزا اورولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG