د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د کار کوونکو ماشومانو شمېر معلوموي


د خیبر پښتونخوا حکومت د مزدورۍ کوونکو ماشومانو د کره شمېر معلومولو لپاره سروې پیلوي.

د کار او مزدورۍ ادارې یوه مشر خیام حسین د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دوی تر ۲۲ کلونو وروسته دا سروې کوي. د ده په خبره، په سروې کې به د هغو ماشومانو کره شمېر هم معلوم شي چې سخت یا شاقه کار کوي. هلته د ماشومانو د حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې مشر اعجاط احمد خان وايي، د کار او مزدورۍ کوونکو ماشومانو د سم شمېر نه موجودګۍ له کبله، د هغوی لپاره د کارکوونکو ادارو فعالیتونه زیات موثر نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG