د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې ټرافیکي پېښه، ۱۰ کسان وژل شوي


پولیس وايي، پېښه د اتوار پر ورځ له جامشورو سره پر انډس لویه لار شوې او وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي. د پولیسو ویاند نثار احمد رسنیو ته ویلي، دا کسان په ګاډي کې سپاره ول چې له دوو مساپر وړونکو بسونو سره یې ټکر وشو. په وژل شویو کې څلور ښځې او پینځه ماشومان دي. پولیس وايي، د بسونو ډرېوران تښتېدلي دي او دا چې په پېښه کې ۱۷ کسان ژوبل دي چې پکې د ځېنو روغتیايي حالت خراب دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG